د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي شمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید او نښته کې ۵ مشکوک وسلوال وژل شوي، ۴ سرتېري ژوبل

تازه شو

پوځیان په شمالي وزیرستان کې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.
پوځیان په شمالي وزیرستان کې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په بویه کې پر پوځي کیمپ په برید او نښته کې څلور سرتېري ژوبل شوي او پینځه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

دوو امنیتي او استخباراتي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې یو ځانمرګي بریدګر د ډېسېمبر پر ۱۹مه سهار مهال له بارودو ډک ګاډی د پوځي ودانۍ له دېوال سره وجنګاوه.

دوی وايي، وروسته څلورو نورو وسلوالو ودانۍ ته د ننوتو هڅه وکړه چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او په نښته کې یې ووژل.

د شمالي وزیرستان انتظامیې مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې په ځانمرګي برید کې د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) دفتر ته هم زیان رسېدلی دی.

داراز، د سیمې اوسېدونکي وايي په چاودنه کې یې کورونه زیانمن شوی دي.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې دا برید تر هغې یوه ورځ وروسته شوی دی چې په میرلي کې د ډېسېمبر پر ۱۶مه شپې مهال او بیا پر ۱۷مه نېټه شاوخوا ټوله ورځ امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ نښتې وشوې چې پکې یو ولسي وګړی ووژل او پینځه تنه ژوبل شول.

د میرلي اوسېدونکو د ډېسېمبر پر ۱۸مه د وژل شوي کس تر جنازې وروسته د بازار په څلورلاره کې احتجاجي پرلت وواهه چې پکې د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالان، د غورځنګونو مشران او ولسي وګړي شامل ول.

هغوی دعوه وکړه چې وسلوال او امنیتي ځواکونه پر یو بل په بریدونو او نښتو کې اکثر رهایشي ودانۍ او کاروباري مرکزونه په نخښه کوي او ولسي وګړو ته مرګژوبله اړوي.

هغوی د احتجاج پر مهال له انتظامیې او امنیتي ځواکونو څخه د امنیت او د ولسي وګړو د ځان او مال د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې خلکو ته تاوان ورکوي، د هغوی شکایتونه ختموي او په ښار کې د وضعیت ښه کولو هڅه کوي.

د پاکستان پوځ هم په بیا بیا ویلي دي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

په میرلي کې چارواکو له پرلتوالو سره خبرې وکړې او ورته یې ډاډ ورکړ چې ورسره سم هغوی د ډېسېمبر ۱۸مې پر ماښام خپل احتجاج پای ته ورساوه.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي چارو مرکز (سېنټر فار ریسرچ اېنډ سېکیورېټي سټدیز) وايي، د تېرو کلونو پرتله د ۲۰۲۵ز په ۱۱ میاشتو کې په پاکستان کې ناامني او د "ترهګرۍ پېښې" ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي.

هغې ادارې د ډېسېمبر پر درېیمه په خپل راپور کې وویل، په پاکستان کې له جنورۍ څخه د نومبر تر پایه د ناامنۍ په پېښو کې ۳،۱۸۷ تنه ووژل او شاوخوا ۲،۰۰۰ ژوبل شول.

مرکز وايي، د نومبر تر پایه په هغه هېواد کې د "ترهګرۍ" او ناامنۍ ۱،۱۸۸ پېښې وشوې چې ورڅخه یې ۶۲ سلنه په خیبر پښتونخوا کې شوې دي.

په همدې حال کې پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG