د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي امریکا ورته له روسیې سره د مخامخ خبرو کولو وړاندېز کړی


ولودومیر زېلېنکسي د دیسمبر پر ۲۰مه خبرې غونډه وکړه. انځور له ارشيفه.
ولودومیر زېلېنکسي د دیسمبر پر ۲۰مه خبرې غونډه وکړه. انځور له ارشيفه.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي وایي چې امریکا وړاندیز کړی دی چې د اوکراین، امریکا او روسیې د استازو ترمينځ دې مخامخ خبرې وشي.

زیلېنسکي د ډېسېمبر پر ۲۰مه د اوکراین پلازمېنه کییف کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ښايي په دې خبرو اترو کې اروپا هم شامه وي.

نوموړي ویلي، که د استازو په دې درې اړخیزه غونډه کې د مشرانو په کچه پر خبرو اترو سلا راځی نو دی به یې مخالفت ونه کړي. هغه زیاته کړه چې دوی به د امریکا د وړاندیز ملاتړ وکړي. امریکا، روسیې او اروپا لا تر اوسه د دې پخلی نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې د اوکراین او روسیې ترمينځ د روانې جګړې درولو لپاره ډپلوماټیکې هڅې ګړندۍ شوې دي بلکې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل څلور کاله هم پر پوره کېدو دي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین پراخ یرغل کړی وو. تر هغه وروسته، روسي ځواکونو د اوکراين ګڼې سيمې نيولې دي. د جګړې د پای ته رسولو لپاره څو ځل خبرې اترې پيل شوې، خو لا یې نتيجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG