په نړۍ کې د کرېسمېس تیاری روان دی
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسیحیان د کرېسمېس په نوم د اختر تیاری کوي. په دې لړ کې خلک اړوند پروګرامونه جوړوي او د ډېریو هېوادونو د پلازمېنو او نورو ښارونو په مرکزي برخو کې د کرېسمېس ونې په څراغونو روښانه شوې دي. د نړۍ زیاتره مسیحیان د کرېسمېس په نوم اختر د ډېسېمبر پر ۲۵مه لمانځي. د اې اېف پي له ویډيوګانو جوړ رپورټ.